په کاپیسا ولایت کې ۱۱ کلنه دُښمني په دوستي بدله شوه

khoram_admin
Sun, May 05 2024 10:28 AM
شخړه


۲۶/۱۰/۱۴۴۵

د کاپیسا ولایت د کوهبند ولسوالۍ د دوو کورنیو تر منځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له طرفینو څخه پکې ۴ کسان وژل شوي وو، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او یو شمېر نورو اداراتو د پاملرنې په نتېجه کې په دوستي بدله شوه. 

د دغې بدي د څرنګوالي او تحقیق په موخه د ولایت مقام له لوري ځیني امنیتي اداراتو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي صدیق الله صیاد ته دنده سپارل شوې وه چې موضوع وڅېړي او د ښکېلو غاړو تر منځ روغه جوړه وکړي. 

د یاد ریاست رئیس ښاغلي صیاد له دواړو لوریو سره وکتل، د قضیي په اړه یې معلومات ترلاسه کړل او د دوی تر منځ یې د خیر پرېکړه وکړه. یاده پرېکړه، د دواړو لوریو د منلو وړ وګرځېده او یو له بل سره یې د وروڼو په څېر د ژوند تېرولو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu