د وکیل محمد جان کوچي عالي لېسه:

ځوانانو اوکمکیوځوانانو ته د ښوونې اوروزنې زمېنې د برابرولوپه لړ کې د وکیل محمد جان عالی لېسې د بنسټ ډبره په ۱۳۴۳لمریز کال کې د غزني ولایت شپږ کیلو مترۍ د شمس صاحب په سیمه کې کېښودل شوه.

دغه لېسه له ۱۳۴۳ لمریز کال څخه تر۱۳۹۶لمریز پورې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعاله وه، خو په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د ښوونې اوروزنې د متوازنې پراختیا اود کوچیانوبچیانو ته د زده کړې زمېنې د برابرولو په موخه د وخت د جمهور رئیس د حکم پر اساس د کوچیانومستقل ریاست پورې وتړل شوه او ددغه ریاست په چوکاټ کې فعالیت کاوه.

کله چې د افغانستان د اسلامي امارت په بریا سره نوموړی ریاست ، د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو له وزارت سره یو ځای شو، نود وکیل محمد جان لېسه هم اوسمهال د دغه وزارت په چوکاټ کې د نورو نهو تعلیمي مرکزونو تر څنګ فعالیت کوي.

تدریسي او اداري تشکیل:

د لېسې تشکیل په ۱۴۰۲ لمریز کې (۳۶) کسانو ته رسېده چې له جملې یې (۷) اداري کارکوونکي  (۲۳) ښوونکي او (۶) نوریې خدماتي پرسونل دی.په یاده لېسه کې د پوهنې وزارت د قوانینو او لایحو مطابق درسي نصاب تطبیقیږي،مطبوع اوغیر مطبوع درسي توکي او دغه رازد زده کوونکو شهادتنامې هم پوهنې وزارت پورې اړه لري او ښوونکي یې د پوهنې وزارت په موافقه د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت له خوا پر دنده ګمارل کېږي.

لیلیه اوروغتیایي برخه:

خوراکي اولوژیستکي مواد یې پر ټاکلي وخت د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت اکمالوي، لیلیه چارې یې د مدیر له خوا پر مخ وړل کېږي.د لېسې په تشکیل کې د ډاکټر یو بست شته چې د طبي الاتو ، ابزارو او درملواکمالول  یې د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارووزارت پورې اړه لري.

ورزشي برخه:

د زده کوونکود فزیکي وړتیا د پیاوړتیا لپاره د لېسې د مسؤلینوپه هڅو د فوټبال، فوتسال، باسکیتبال ا و کرکټ لوبډلې فعالې اوپه دې برخه کې اسانتیاوې شتون لري.