د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له مسؤلینو سره کتنه

khoram_admin
Mon, Jan 29 2024 12:41 PM
خبر

۱۶/۷/ ۱۴۴۵ 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نور الله نوري تېره ورځ  یکشنبه په ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ خالد بن ولید رض قول اردو له مسؤلینو او مجاهدینو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړ.

په یاده غونډه کې د قول اردو مرستیال مولوي محمد نظامي، د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، درستيزوال حافظ انځر ګل، او د بيلابيلو رياستونو مسؤلينو ګډون کړی وو.

د غونډې په پيل کې د قول اردو مرستیال ورغلي پلاوي او سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووايه او له ټولو ګډونوالو څخه يې وغوښتل چې د ښاغلي وزیر صاحب ویناوې په غور واوري ترڅو د ټولنې د خدمت لپاره پوره چمتو شي. 

ورپسې ښاغلي نوري د غونډې ګډونډوالو ته د فکري او عقيدوي اصلاح، الهي احکاماتو ته د پاملرنو، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامينو بشپړ تطبيق، په اسلامي نظام کې په رښتيني توګه خدمت کولو ارزښت او ګڼو نورو مهمو خبرو ته یې اشاره وکړه او د تطبيق په اړه يې لیوا مجاهدینو ته سپارښتنې وکړې.
دغه ناسته په دُعائیه سره پای ته ورسېده

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu