په جوزجان ولایت کې اته کلنه شخړه حل شوه

org_admin
Tue, Jan 09 2024 2:02 PM
خبر


۲۶\۶\۱۴۴۵

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د هلو ځلو د قومي مشرانو، ځایي چارواکو، او دیني علماوو د همکارۍ په پایله کې اته کلنه شخړه حل شوه.

په دغه غونډه کې چې د همدردۍ په موخه جوړه شوې وه، د یاد ریاست رئیس مولوي غلام نبي صميم، د رياستونو مسؤلينو، ديني عالمانو او د ياد ولايت قومي مخورو هم حضور درلود.
 یاده شخړه چې د یوې کورنۍ د غړي د وژلو له امله را منځته شوې وه، او پرلپسې اته کاله یې دوام کړی وو.

  ښاغلي صمیم د اسلام د سپیڅلي دین له نظره د بښنې پر اهمیت خبرې وکړې، په جګړې کې ښکېلې کورنۍ یې د دوستۍ او پخلاینې لور ته را وبلل، چې په نتیجه کې دواړو لورو یو له بل سره غېږې ورکړې او سوله یې وکړه.
د دواړو غاړو مشرانو د دې شخړې د حل کولو په برخه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له هلو ځلو مننه او قدرداني وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu