په غزني ولایت کې ۱۱ کلنې بدي ته د پای ټکی کېښودل شو

org_admin
Sun, Nov 12 2023 9:50 AM
خبر

 

۲۵/۴/۱۴۴۵

د غزني ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جان محمد مؤمن زاده د کوچیانو د ددو خېلونو تر منځ ۱۱ کلنه بدي په یاد ولایت کې د شخړو د حل کمېسیون په همکاري حل او په ورورګلوي بدله کړه. دغه شخړه د ښکېلو لوریو ترمنځ د ځمکې په سر، په داسي حال کې را منځته شوې وه چې په مالي زیانونو سربېره پکې دوو تنو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه. 

د یادې بدي د حل په مراسمو کې ښاغلي مومن زاده د دواړو لوریو څخه راغلیو قومي مشرانو او  نورو ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې د قومونو تر منځ یووالی د هرې ټولنې د پرمختګ او بري راز دی. نوموړي په شخړه کې ښکېل لوري یو بل منلو او اخوت ته راوبلل او یادې موضوع حل یې د دوی د نسلونو خیر وباله.

ورپسې د قضیې دواړو لوریو خپل نظرونه څرګندل کړل، چې د کمېسیون له لوري د موضوع له تحقیق او څېړنې وروسته د دوی ترمنځ پرېکړه ونیول شوه، له نیول شوې پرېکړې څخه دواړو لوریو خوښي وښوده او یو بل ته غاړه غړۍ شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu