په غور ولایت کې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

org_admin
Thu, Nov 09 2023 9:55 AM
خبر

۲۴/۴/۱۴۴۵

په غور ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني له قومونو سره د همغږۍ یوه پراخه ولسي غونډه جوړه کړه، چې د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو، دیني عالمانو او مسؤلینو پکې ګډون کړی وو. 

د غونډې په لومړیو کې د ولسوالیو استازو او دینې عالمانو له قومونو سره د همغږۍ او یووالي په موخه ناستې جوړول د ولس او حکومت تر منځ د نږدېوالي لپاره اړینې وبللې او د اسلامي امارت راتګ یې د ټول هیواد لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله. دوی د خلکو ستونزو ته رسېدنه د حکومت مسؤلیت یاد کړ او په دې برخه کې یې د پاملرنې غوښتنه وکړه. 

د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي حقاني د افغانستان د مجاهدو ملتونو کور یاد کړ او د تاریخ په اوږدو کې د ښکېلاکونو پر وړاندې د دوی مبارزه یې وستایله. نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د هیواد سرحدونه تر بل هر وخت خوندي دي او اسلامي امارت به هیڅ چا ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په خاوره کې مداخله وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu