رسنۍ د ملت د ژبې او سترګو حیثیت لري

mobta-af
Wed, Jun 14 2023 2:20 PM
Mobta

سه شنبه/۲۴/ذوالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د غونډو په تالار کې څه باندې ۳۰ تنو ته د رسنیزو پوښښ او د یاد وزارت د تګلارې په اړه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئیس ملا حمدالله فطرت په مشرۍ جوړ شوی و، چې د دغه وزارت د سرحدي تخطیو د کشف رئیس مولوي نصیراحمد منصور او د وزارت د ټولو ریاستونو څخه پکې آمرینو او مدیرانو ګډون کړی وو.

په پیل کې په یاده موضوع باندې ترتیب شوی سیمینار وړاندې شو چې د یاد وزارت د ټاکل شویو اهدافو، پلانونو او ماموریتونو په اړه پکې مفصل معلومات ارایه شول.

Mobta

وروسته د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي فطرت ګډونوالو ته د موضوع د لا روښانتیا په اړه وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د هیواد له مهمو وزارتونو څخه دی چې د سرحدي صفري نقطو څارلو، د قومونو تر منځ د یووالي او همغږۍ، د لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکو ته د خدماتو رسولو او ورته د زده کړو زمینې برابرولو، قومي روغو جوړو او کوچیانو ته د خدماتو رسوونې په برخه کې فعالیت کوي.

نوموړي همدا راز وویل: معلوماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او بايد پر وخت له خلکو سره معلومات شريک کړل شي، رسنۍ د ملت د سترګو او ژبې حیثیت لري او د دې لپاره چې د وزارت له تګلارې او لاسته راوړنو څخه ولسونه پر وخت خبر شي او ستونزو ته یې رسوونه وشي، اړینه ده چې رسنیز پوښښ او نشراتو ته پراختیا ورکړل شي.

وروسته د وزارت د سرحدي تخطیو د کشف رئیس ښاغلی منصور یاد ورکشاپ ډېر ګټور یاد کړ او ویې ویل: دا د ولس پر موږ حق دی چې د یوې ادارې په اړه معلومات ولري او د یادې ادارې له کړنو څخه پر وخت خبر شي، هغه له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه چې د وزارت د نشریاتو په برخه کې مرسته وکړي او د ملت په وړاندې خپل مسؤلیت ادا کړي.

په اخیر کې راغلیو ټولو ګډونوالو د وزارت د معلوماتو د نشر او تګلارې په اړه خبرې وکړې او غونډه په دوعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu