په دایکندي ولایت کې له قومي مشرانو سره ناسته وشوه

mobta_admin
Tue, May 30 2023 8:43 PM
Mobta

د دایکندي ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت په همغږي د یاد ولایت قومي مشرانو، عالمانو او د قومي شورا ګانو استازو د دغه ولایت له والي حاجي حاجي امین الله عبید سره د ولایت د غونډو په تالار کې وکتل. د دغې غونډې په پیل کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د خپل کاري جریان او مسؤلیتونو په اړه خبرې وکړې او راغلي قومونه یې یووالي او ورورګلوي ته را وبلل. وروسته څو تنو استازو د قومونو په استازیتوب د هیواد اسلامي نظام یو بې ساري نظام یاد کړ او د حکومت څخه یې په هره برخه کې د ملاتړ ژمنه وکړه. هغوی د ولایت مقام او مسؤلینو څخه د نیمه پاتې پروژو د تکمیل او نویو پراختیایي پروژو د پیل غوښتنه وکړه. په پای کې د دایکندي والي ښاغلي حاجي عبید د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي سجاد څخه مننه وکړه چې د قومونو مشران یې تر ده پورې رهبري کړل او راغلیو قومي مشرانو ته یې د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د اسلامي امارت ټول مسؤلین ستاسې لپاره په صداقت او ژمنتیا خپل خدمتونه وړاندې کوي. نوموړي له راغلیو مشرانو څخه وغوښتل چې له حکومت سره دي اوږه په اوږه ودرېږي تر څو د هیواد د بیا رغوونې او امینت په برخه کې کار وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu