په هرات ولایت کې د دوو قومونو تر منځ شخړه حل شوه

mobta-af
Sat, May 06 2023 2:40 PM
Mobta

شنبه/۱۶/ شوال المکرم/ ۱۴۴۴

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ اړوند د چغوک او تیمور قومونو تر منځ د څړځایونو پر سر شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب حل شوه.

 دغه شخړه چې له څو کلونو را په دېخوا یې ادامه لرله او پر سر یې د دواړو قومونو تر منځ لویي جګړې را منځته شوې وې د هرات ولایت مقام لخوا د یوه ټاکل شوي هیئت له لوري په سوله بدله شوه.

د یادو قومونو تر منځ د اختلاف د حل په وخت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جمال الدین عمري، د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي نوراحمد شهاب، د تورغونډي سرحدي پولي مسؤلینو،  قومي مشرانو او علماوو حضور درلود.

په پیل کې ټاکل شوي هیئت د دواړو لوریو څخه استازي وټاکل په موضوع یې خبرې وکړې، د څړځایونو تر لیدلو وروسته دواړو لوریو څخه اختیار خطونه  واخستل شول. تر دقیقي څېړنې او ارزونې وروسته پرې اخیري پرېکړه ونیول شوه، پایله یې د شخړې دواړو لوریو ته واورول شوه او دواړو اړخونو پرې توافق وکړ.

ناسته په دوعا ویلو سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu