په خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ رامنځته شوې بدي حل شوه.

mobta-af
Thu, Apr 13 2023 12:29 PM
Mobta

د خوست ولایت په تڼیو ولسوالي کې د دوو کورنیو تر منځ خپلمنځي شخړه چې د یوه تن د وژلو له امله را منځته شوې وه د یوې غونډې په ترڅ کې په سوله بدله شوه.

یاده غونډه د روغې جوړې په پار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هلو ځلو د تڼیو ولسوالۍ په انګړ کې نیول شوې وه چې پر مهال یې د یاد ریاست رئیس شیخ الحدیث کلیم الرحمن فاني، د یاد ولایت امنیه قومندان محبوب شاه قانت، د ټڼیو ولسوال مولوي محمدحلیم حلیمي، قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.

Mobta

د ناستې په پیل کې د تڼیو ولسوالي ولسوال د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او غونډې ته یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي فاني د روغې جوړې او قومونو ترمنځ د ښو اړیکو پر ارزښت وینا وکړه، هغه په شخړه کې ښکېل دواړه لوري صبر او حوصلې ته را وبلل او له دوی څخه یې کور ودانی وکړ چې سولې ته یې غاړه کېښوده او دا الهی امر یې ومانه.

 د غونډې په وروستیو کې د یاد ولایت امنیه قومندان ښاغلي قانت او د قومي مشرانو په استازیتوب یو تن مشر د یاد ریاست له ستړیاوو څخه کور ودانی وکړ او د شخړو حل یې د ټولنې د اصلاح یوه مهمه برخه وبلله.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu