د ننګرهار ولایت له يو شمېر قومي متنفذينو او علماوو سره لیدنه ترسره شوه

mobta_admin
Wed, Mar 15 2023 7:40 PM
mobta

چهارشنبه ۲۲/شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد د وزارت په سرپرستۍ د ننګرهار ولایت له يو شمېر علماء کرامو او قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ناستې په پیل کې د ننګرهار ولايت يو تن مشر ښاغلي حمدالله شهیدزاده، نورو راغلیو مشرانو او علماء کرامو خبرې وکړې او ویې ویل : ننګرهار د سرحدي ولایتونو له جملې څخه دی چې ټولو قومونو یې د جهاد په دوره کې ستړې ګاللې دي او قربانۍ یې ورکړې دي. دوی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د ا.ا په راتګ سره یې د یوې اسلامي شورا بنسټ ایښی دی او ددې شورا په وسیله د دغه ولایت د قومونو د اختلافاتو د هوارولو په برخه کې له حکومت سره په ګډه کار کوي. دوی له اسلامي امارت څخه د قومي شخړو او ځینې نورو سرحدي ستونزو په هوارولو کې د مرستې غوښتنه وکړه. د ناستې په پای کې ښاغلي عابد راغلیو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت یې د ټول ملت خپل کور یاد کړ، او د قومي مشرانو تجربې یې د هیواد د آبادي په برخه کې مهمې یادې کړې. هغه د قومي مشرانو د غوښتنو په اړه وویل: زه دا ډاډ درکوم چې ستاسو ټولې ستونزې او غوښتنې به موږ له اړوندو ارګانونو سره شریکې کړو او تاسو ته به یې په اړه اطمینان درکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu