د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د پروان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

پنج شنبه ۲/شعبان /۱۴۴۴
دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملانور الله نوري د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د کتنې په لومړیو کې د یاد ولایت د سالنګ ولسوالۍ قومي مخورو د خپلې سیمې د قومونو تر منځ ستونزې شریکې کړې او ټولو په خپل وار سره د یادې ولسوالۍ په هکله وړاندیزونه د منلو او حل په موخه وړاندې کړل. د ناستې په پای کې سرپرست وزیر ملا نورالله نوري دوی ټولو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د سالنګ غیور ولس ډیري قربانۍ ورکړې دي، ستاسي د سیمي د قومونو د ستونزو د حل په موخه به موږ لازم اقدام وکړو، تاسي یوازې صبر ولرئ انشاءالله ستاسي د غوښتنو په اړه موږ ډاډ درکوو چې دا به پوره کیږي.