په ارزګان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري لویه قومي جرګه جوړه شوه

mobta-af
Sat, Jan 28 2023 9:00 AM
Mobta

شنبه د رجب المرجب/ ۶/ ۱۴۴۴

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معینیت لخوا په ارزګان ولایت کې له قومونو سره د اتحاد غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د ارزګان والي الحاج مولوي علي جان احمد، د ادارو رئیسانو، د ولسوالیو او مرکز علماء کرامو، قومي مخورو او سلګونه عامو خلکو ګډون کړی و.

ټولو قومي مخورو او علماء کرامو په خپلو خبرو کې له ا.ا.ا څخه د ملاتړ ژمنه وکړه او د خپلو سیمو د لارو جوړیدلو، روغتیا، او  تعلیم د پرمختګ غوښتنه یې وکړه. د وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس مولوي نیک محمد افغاني د نظام او د قومونو تر منځ پر یووالي، همغږي، نرمي او شفقت خبرې وکړې.

Mobta

د غونډې په اخیر کې د وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد غونډې ته وویل: دلته چې د نړۍ زبرځواک وپرځېد دا همدغه ولس همکاري وه، د دې ولس قربانۍ پر دې نظام ورکې نه دي، د دې هېواد هر وګړی باید د دې نظام شکر اداء کړي، همدا راز یې د قومونو د اتفاق په تړاو وویل(( راځئ چې، له سیمه ییز، ژبنيو، قومي او سمتي تعصبونو څخه تېر شو او د دې واحد نظام تر قیادت لاندې په اتفاق او یو والي کې هوسا او آرام ژوند وکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu