د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې ستره قومي جرګه جوړه شوه.

mobta-af
Sat, Dec 10 2022 11:22 AM
Mobta

۱۴۴۴/۵/۱۴ پنجشنبه

په یاده جرګه کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملانورالله نوري او مل پلاوي ګډون درلود د کنړ ولايت والي مولوی احمد طه قادري، ولايتي مسؤلينو او د ټولو ولسواليو څخه راغلو سلګونو قومي مشرانو پکې برخه اخيستې وه.

Mobta

د غونډې پر مهال د سرحدونو ق.ق چارو سرپرست الحاج ملانوري نوري وویل: د کنړ ولس د اشغالګرو په وړاندې جهاد او مبارزې ځانګړی مقام لري، د جهاد پر مهال  ټولې هغه سيمې له پرمختګ څخه پاتې او محرومې وې چيرته چي به مجاهدين اوسېدل؛ اسلامي امارت متوازن انکشاف او پراختيا ته ژمن دی او لومړيتوب ليري پرتو او محرومو سېمو ته ورکوي، نوموړي همدا راز زياته کړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولس غږ ته انعکاس ورکوي او د خلکو واقعي ستونزو ته حل لټول خپله دنده بولي.

ورپسې د ولسوالیو او د مرکز د ولس په نمایندګي ښاغلي باچا او مولوي محمد طاهر وویل: په کنړ ولایت کې د قومونو تر منځ ښه یووالي او همغږي موجوده ده حې په وينا يې اوس د دې وخت رسيدلی چې موجوده نظام دا پاشلی ولس پر یوه ټغر راټول کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu