په زابل کې ولسي غونډه تر سره شوه.

mobta-af
Mon, Sep 05 2022 9:48 AM
Mobta

۱۴۴۴/۲/۸ دوشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله (نوري) زابل ولايت ته د سفر په ترڅ کې د شاه جوی ولسوالۍ هولان رباط عالي ليسه کې ددې سېمې علماوو، قومي مخورو، د ليسې ښوونکو او زده کونکو ته په جوړه شوې غونډه کې وينا وکړه.

ښاغلي (نوري) راغلو خلکو ته په خبرو کې وويل: اسلامي امارت د هيواد په کچه متوازنې تعليمي، اقتصادي، صنعتي او زراعتي ودې او پراختيا ته ژمن دی او غواړي په مساوي توګه ټولو ليري پرتو سيمو ته هم د خدماتو د عرضه کولو لړۍ پراخه کړي.

Mobta

نوموړي زياته کړه: د هيواد او اسلامي نظام پايښت په ملي يووالي ، اتحاد او د امارت په هر اړخيز ملاتړ سره شونی دی.

غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس مولوي شفيع الله ثاقب صاحب هم د علم پر ارزښت او د ماشومانو د اسلامي تربيت پر اړتيا وينا وکړه.

ځايي خلکو ددوئ سيمې ته د اسلامي امارت د مشرانو راتګ او د دوئ له حال څخه پوښتنه کول د وياړ او افتخار وړ وبلل او مننه يې وکړه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu