په کابل کې د ترکيې له سفیر سره لیدنه

mobta-af
Wed, May 18 2022 10:41 AM
Mobta

چهارشنبه، ١٤٠١ لمریز کال د غوايي ٢١ مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر،  ښاغلي ملا نورالله ‹نوري› د دوست هېواد ترکيې له سفیر ښاغلي جيهاد ايرګي ای سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په پیل کې د سرحدونو ، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري د ترکيې سفیر ته ښه راغلاست ووایه او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د مرستو او همکاريو له کبله مننه وکړه.

Mobta

ښاغلي نوري د دواړو هېوادونو د دوستانه اړیکو د پراختیا او له افغانستان سره د ترکيې د مرستو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې د افغانستان او ترکيه هيواد ملتونه تر خپل منځ فرهنګي، مذهبي او تاريخي مشترکاتو سره پېلامې او ښې اړيکې لري، اسلامي امارت به ددغو مشترکاتو په امتداد خپل روابط لا غښتلي کړي.

دغه راز، د ترکيې سفیر د خپل هېواد د مرستو په دوام ټينگار وکړ او ويې ويل: چې د روغتيا، ښوونې او روزنې، خوراکي موادو، او بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او نیالګیو د برابرولو په برخه کي به مرستو ته دوام ورکوي.

 د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګډو همکاریو پر دوام او پیاوړتیا يې هم ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu