د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ورازت مسلکي معین د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل

mobta-af
Fri, Apr 01 2022 6:18 AM
M

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني د ۱۴۰۱لمریزکال د وري پر(۱۰) نېټه د یاد وزارت د اطلاعاتو اوعامه اړیکو ریاست له کارکوونکو سره وکتل. د کتنې په پیل کې د اطلاعاتو اوعامه اړیکو رئیس ښاغلي حمدالله فطرت لومړی د ریاست د مخینې او د رسنیزو فعالیتونود څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل بیا یې د چارو د لاښه والي په پار وړاندیزونه او د حل په موخه ستونزې شریکې کړې. ورپسې ښاغلي مولوي عبدالرحمن حقاني رسنیز فعالیتونه او په وزارت کې یې د خپرنیزو فعالیتونو شتون مهم وبلل. وې ویل: چې باید د لرې پرتو سیمو خلک چې له انترنیټي خدمتونوبې برخې دي چاپي رسنیو ته لاسرسی ولري، د خلکو په ژبه هغوی ته معلومات وړاندې شي ترڅو خلک په نظام او امارت کې ځان وویني، ټینګار یې وکړ چې خلک باید د اسلامي امارت په ارزښت وپوهول شي او داسې ذهنیت ورکړل شي چې اسلام، خپل استقلال او افغاني کلتور وساتو. ښاغلي حقاني دغه راز د ستونزو د حل ژمنه وکړه. د یادولو وړده چې د نشراتو آمر ښاغلي راحت الله قيام هم د زابل، کندهار، هلمند او روزګان، ولایتونو ته د کاري سفر اوپه یادو ولایتونو کې یې د وزارت اړوند ریاستونوله مسؤلینو سره د لېدنو کتنو په اړه راپور وړاندې کړ، او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه یې له معین صاحب سره د حل په موخه شریک کړل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu