په زابل کې سترې ولسي غونډه کې ګډون!

mobta-af
Tue, Nov 09 2021 11:25 PM
m

د ا.ا‌.ا د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم ملا نورالله نوري نن سه شنبه دروان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې په ۱۸مه نېټه  په زابل ولايت کې هغې پراخې ولسي غونډه کې ګډون او وينا وکړه د، چې له اسلامي نظام څخه د ولسونو د ملاتړ په موخه د ګڼو قومي مشرانو، مخورو، مجاهدينو ديني عالمانو او ځوانانو په ګډون جوړه شوې وه.

د غونډې په پيل کې څو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو زابل ته د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري د راتګ له امله خوښي څرګنده او له اسلامي نظام څخه يې بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ.

m

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزير د جهاد په دوران کې د افغانانو په تېره بيا د زابل ولايت د باشهامته ولسونو مېړانو او سرښندنو ته په اشارې سره وویل: له زياتو کړاوونو، هجرتونو، قربانيو او پراخو مبارزو  وروسته د الله تعالی په نصرت  يوځل بيا د مجاهدينو مجاهدت رنګ راووړ او په  ټول افغانستان کې د سولې او بريا سپين بيرغ ورپيد. دا ځل به ټول هڅه کوو، چي اسلامي نظام، شريعت او عدالت په بشپړه توګه پلي شي.‏

ښاغلي نوري زياته کړه: زموږ د بريا راز په دې کې وو، چي يو قيام، يو ارمان  يو مقاومت، يو صف، يو امير او يو شعار مو  درلود، زموږ ليکه الحمدلله يوه وه او يوه به وي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د خپلو خبرو په دوام د ولس سرښندنې وستايلې وې ويل:  همدا کړېدلی ولس و، چي ستر اشغال ګر يې په ګونډو کړ، ولس وو چي خپل بچيان يې د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او شرعي اسلامي نظام د ټينګښت لپاره قرباني کړل.اوس به همدا ولسونه د نظام ستنې پياوړی کوي.

 

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu