په سمنګان کې له ديني عالمانو، قومي مشرانو او مشايخو سره ناسته!

mobta-af
Wed, Nov 03 2021 6:41 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري نن له غرمې مخکې د روان ۱۴۰۰ هجري لمريز کال د لړم د مياشتې  په ۶مه نېټه  په داسې حال کې، د سمنګانو ولايت سرپرست والي ملا عبدالرحمن کندزي او د وزارت د مقام ددفتر ریاست سرپرست محترم شيخ حضرت ولي حقاني هم ورسره ملګری وو،  د ايبکو په ښار کې له يو شمېر ديني عالمانو، مخورو او روحاني شخصيتونو سره وکتل.

په سر کې د سمنګانو ولايت سرپرست والي محترم ملا عبدالرحمن کندزي محترم نوري او پلاوي ته ښه راغلاست ووايه، زياته يې کړه: د الله تعالی شکر ادا کوو، چې د افغانانو په مبارزو او قربانيو سره په هېواد کې اسلامي نظام واکمن او سراسري سوله ټينګه شوه.

mobta

وروسته ديني عالم محترم شيخ عبدالغفار هدفمند د نورو په استازيتوب ښاغلي نوري او مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ يې د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو په تېره بياد دديني عالمانو هلې ځلې وبللې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې ديني عالمان او مشايخ د دين پتنګان او د افغانستان د خلکو اساسي خدمتګاران وبلل،  چې په زياتو تکليفونو سره يې د نظام په واکمنېدو کې رغنده رول لوبولای دی.

ښاغلي نوري زياته کړه: د ديني عالمانو او مشايخو يو مسووليت دا هم دی، چې د جوماتونو او منبرونو له لارې د اسلام او خلکو د دښمنانو ناوړه او منفي تبليغات شنډ او د وعظونو له لارې مسلمانان اتحاد او اتفاق ته رابولي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu