د جمهوررئیس له لوري د وسله وال پوځ د شهیدانو کورنیو ته د لس زره نمرو د وېش پیل

mobta-af
Sun, Jul 04 2021 9:55 AM
mobta

جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د محراب شهیدانو کورنیو ته د لس زره نمرو د وېش لړۍ یو شمېر مستحقینو ته د ملکیت سند په ورکولو سره، رسماً پیل کړه.

دغه مراسم چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شول، په پیل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، نن موږ دغه نمرې د هغو شهیدانو کورنیو ته وېشو چې د دې خاورې د عزت ساتلو لپاره یې ځانونه قربان کړي او د دولت په توګه یې قربانیو ته احترام کوو.

امرالله صالح د دښمن پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ د دیني عالمانو د رسا غږ ستاینه وکړه وې ویل، دوی دواړه د افغانستان تر ټولو مستحق قشرونه دي او په لومړۍ مرحله کې به په کنړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، کابل او خوست کې لس زره نمرې ووېشل شي او په نورو ولایتونو کې هم د وېش لپاره د ځمکو په تثبیت کار کوو.

ورپسې جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د محراب د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ د هغوی د قربانیو ستاینه وکړه وې ویل، موږ د دولت او ملت په توګه د دوی د قربانیو پوروړي یوو او نن د دې عظیم پور یوه کوچنۍ برخه ادا کېږي.

د هیواد جمهوررئیس وویل: د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو وېش پروسه له وسله وال پوځ سره د دولت د قوي ژمنتیا یوه بېلګه ده، دولت د دې پروسې شفافیت ته بشپړ ژمن دی او د شهیدانو کورنۍ به په ټوله پروسه څار کوي.

جمهوررئیس غني د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د محراب شهیدانو پاتې کورنیو ته د نمرو د وېش لپاره ژر تر ژره په ټول افغانستان کې ځمکې تثبیت او راپور یې اړوندو مسوولینو سره شریک کړي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، په دې پروسه کې غاصبینو ته ځای نشته او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله چې دغه پروسه ډیجیټلي کړي، ترڅو حق حقدار ته ورسېږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu