د غزني ولایت له پخوانیو ولسوالانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Sun, May 30 2021 2:19 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د غزني ولایت له پخوانیو ولسوالانو او مخورو سره د روان کال د غویي پر۹ نېټه د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په یاده کتنه کې درنو ولسوالانو او مخورو د اختر په بختوروشپو ورځو کې غزني ولایت ته د ښاغلي محب الله صمیم د سفر په اړه خبرې وکړې وې ویل: په دې حساسو شرایطو کې غزني ته ستاسو سفر د خلکو د روحیې په پیاوړي کولو دغه راز له نظام او ملي، امنیتي - دفاعي ځواکونو سره د غزني ولسونو د همکارۍ او ملاتړ په برخه کې ډېر ګټور و. د دا ډول جرګو، له ولس سره د لېدنو ، کتنو د لړۍ په دوامدار ساتلو یې ټینګار وکړ.

ښاغلي صمیم وویل: موږ خپله دنده او مسولیت بولو، چې له خپلو درنو خلکو سره د هېواد د ملي مسایلو، د دوی د ستونزو د حل او اړیکو د پراختیا اوانسجام لپاره یې غونډې او جرګې ولرو، تر څو وکولای شو یو د بل په همکارۍ له تاوتریخوالي څخه د پاکې هوسا ټولنې پر لور ګامونه واخلو او له خپل نظام او ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونوڅخه ملاتړ وکړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu