د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم په هېواد کې د قومي مشرانو، مخورو او دیني عالمانو ارزښت ته په کتو سره د قومي شوراګانو او قومي مشرانو تر منځ د همغږۍ پر اساس ملي ستونزو ته د حل لارو چارو د پیدا کولو په پار خپلې هڅې ګړندۍ کړيدي

ښاغلی صميم د دې هڅو په نتیجه کې پر دې وتوانېدو، چې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ټولنې له نورو قشرونه سره د همغږۍ غونډې جوړې کړي، چې په دې اړوند يې د خپلو ولایتي سفرونو لړۍ روانه ساتلې او د هېواد مختلفو ولایتونو ته يې سفرونه دوام لري.
ددغو رسمي سفرونو موخه دا ده، چې د هېواد ګوټ ګوټ ته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت ملاتړ تر ولسونو پورې ورسوي او خلکو ته دا پیغام ورکړي، چې افغان حکومت په ټوله کې ستاسو ملاتړی دی او ولس هم دې ته وهڅوول شي، چې د خپل جمهوري نظام، امنیتي ځواکونو او په ټوله کې د حکومت له برناموو څخه ملاتړ وکړي او د نظام او جمهوریت د پایښت لپاره هڅې وکړي.