د غزني سفر: د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم په داسې حال کې، چې د دفاع وزارت د لوى درستيز لومړی مرستيال ډګرجنرال محمد شعيب هم ورسره ملګری دی، نن سهار د يو رسمي سفر په ترځ کې غزني ولایت ته ورسېد!

د غزني والي سيد عمر نورستاني، د ولایتي ادارې ځینو پوځي او ملکي چارواکو, قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو وزیر صاحب ته ښه راغلاست ووايه او تود هرکلی يې وکړ.
ټاکل شوې ده، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر او ورسره پلاوی د دې رسمي سفر په ترڅ کې له ګڼ شمېر قومي مشرانو، مخورو ځوانانو او مدني فعالانو سره له نږدې وګوري او ستونزې يې واوري او د حل په موخه يې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي او هم د دغه ولايت د امنيتي او ټولنيز وضعيت د څېړلو ترڅنګ د ولسي غونډو له لارې خلک د نظام ملاتړ ته راوبولي .
د يادونې وړ ده چې ښاغلی صميم وزارت کې د خپلې رسمي دندې له پېلېدو سره جوخت بېلابېلو ولايتونو ته د رسمي سفرونو لړۍ پيل کړی، چې دادی نن يې موږ غزني ته د سفر شاهدان يو.