د افغانستان د علومو اکاډمۍ له یو شمېر غړو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Mar 30 2021 8:54 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د خپل کار په دفتر کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له یو شمېر غړیو سره وکتل.

په دې کتنه کې سرمحقق نورالحق عزیزي پروفیسورمحمد شریف پاکرای، استاد فاضلي او د سرمحقق مرستيال استاد یار محمد د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل: د امن او ثبات ملي کنفرانس، چې په دې وروستیو وختو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا جوړشو، د هېواد په اوسنیو حساسو شرایطو کې اغېزمن واو دغه شان کنفرانسونه کولای شي افغانان سولې ته وهڅوي او په هېواد کې د ثبات له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي، دوی دغه راز د وزارت له مشرتابه څخه د ورته نورو کنفرانسونو د جوړولو غوښنته وکړه.

نوموړو د خپلو خبرو په دوام د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم وزارت یاد کړ وې ویل: دا وزارت د ولسونو په بسیج کولو، ملي یووالي ټینګښت، د سولې په راوستلو، ولسونو ته د عامه پوهاوي د ورکولو او نورو برخو کې خورا مهم رول لوبولی شي. دوې له وزارت سره د فرهنګي اړیکو په پراخیتا باندې د ټینګار په ترڅ کې د هر راز همکاریو او ګډو فرهنګي هڅو ډاډ ورکړ او خپل یوشمېر لیکل شوي کتابونه ښاغلي محب الله صمیم ته ډالۍ کړل.

ورپسې ښاغلي صمیم دوی ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: هېواد مو د ولسونو د فکري رغونې په پار فرهنګي فعالیتونو ته زیاته اړتیا لري، چې دا کار تاسو د علومو اکاډمۍ غړي او لیکوالان کولای شئ، ښاغلي صمیم وویل: د شته ناخوالو پر وړاندې باید په ګډه مبارزه وکړو او ولسونو ته د عامه پوهاوی ورکولو او نورو برخو کې باید په همکارۍ او سلا مشورو مخ پر وړاندې لاړ شو تر څو هېواد او ولسونه له بېلابېلو شته ناخوالو وژغورل شي.

ښاغلي صمیم هم د افغانستان د علومو اکاډمۍ او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ترمنځ د فرهنګي او علمي اړیکو په پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې دوی ته ډاډ وکړ، چې موږ په پام کې لرو، چې د امن او ثبات کنفرانس په شان نور مهم ملي کنفرانسونه هم جوړ کړو اوستاسو ګډون به پکې حتمي وي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu