د کمال خان بند د پرانیستې په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مبارکۍ پیغام!

mobta-af
Wed, Mar 24 2021 3:25 PM
mobta

له مودو مودو را هیسې افغان باتور او په هېواد مین ولس په دې هیله او ارمان و، چې په هېواد کې یې لویې ملي پروژې او بنسټیز کارونه ترسره شي ، دا ډول هیلې یې پر ځای او غوره ځکه دي، چې زموږ هېواد او بل هر هېواد، چې وغواړي له وروسته پاتې حالت څخه د پرمختګ پر لور پړاوونه ووهي، همدې او دې ته ورته پروژو تطبیق ته اړتیا لري.

د کمال خان بند چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا د لوړ پوړو دولتي چارواکو او خلکو په ګډون پرانیستل شو، یوه ملي او تاریخي لاسته راوړنه ده. هغه لاسته راوړنه، چې د هر هېوادپال افغان زړه ته خوښي وربښي او روښانه راتلونکي ته یې هیله من کوي

یاد بند چې د (۱۱۰) میلیونه امریکایي ډالروپه لګښت جوړشوی دی د (۵۲ )میلیونه متره مکعبه اوبود زخیره کولو(۱۷۴) زره هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو، ( ۹) میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري، چې د صنعت ، کرنې اومالدارۍ په وده او پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کمال خان بند پرانیستل کېدل د پرمختګ او ځان بسیاینې پر لور د مخ ته تګ پیلامه بولي، واقعا یوه د قدر وړ او له ارزښته ډکه لاسته راوړنه ده. د پرانیستل کېدوله امله یې ټولودرنوهېوادوالوته مبارکي وایو اود دا ډول نورو پروژو د تطبیق او پرانیستلو هیله من او ورسره ملاتړی او همکار دی.

دغه راز هغو مېړنیو ته، چې له دې بند څخه د دفاع او ساتنې په لار کې د هېواد د پرمختګ د دښمنانو له خوا په شهادت ورسېدل د فردوس جنت دعا کوو، درنو کورنیو ته یې د زړه صبر غواړو د هغوی قرباني ددې هېواد او ولس لپاره د هوساینې پیغام و.

له خپل درانه ولس څخه به مو غوښتنه دا وي، چې د ملي پروژو له تطبیق څخه ملاتړ او ساتنه وکړي او په یووالي د ګران هېواد ودانۍ او سمسورتیا ته مټې راونغاړي، اوبه زموږملي شتمني اومدیریت یې دهېواد لپاره سیاسي اواقتصادي ګټې لري.

د پرمختللي، ودان او سوکاله افغانستان په هیله!

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu