د وزارت اداري غونډه جوړه شوه!

mobta-af
Wed, Mar 17 2021 2:50 PM
جلسه اداری

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ د وزارت د معینانو، سلاکارانو او رییسانو په ګډون د ۱۳۹۹ لمریز کال د کب پر۲۷ نېټه اداري مجلس جوړ شو.

په پیل کې ښاغلي صمیم خوست ولایت ته د خپل په ترڅ کې له قومي مشرانو او قومي شوراګانو له مشرانو سره د لېدنو، کتنو، له دولت څخه د خلکو د ملاتړ، په داسې سولې ،چې په هغې کې شل کلنې لاسته راوړنې، ارزښتونه، اساسي قانون او د خلکو حقوق خوندي وی د خلکو له خوا د ټینګار کولو، اوپه خوست کې د یوې لویې مشترکې قومي شورا په جوړېدو باندې د روان کارپه اړه هم معلومات ورکړل.

دغه رازیې د وزیرستان له بیځایه شویو سره له نږدې د کتنې ، د هغوی د ستونزو د اورېدو او له اړوند ادارو سره د شریکولو خبره هم وکړه.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر دغه راز د سولې او امن د دوه ورځنی سیمینار د ارزښت په اړه خبرې وکړې او په راتلونکې کې ددغه شان سمینارونو په دوام ټینګار

ښاغلي صمیم دغه راز د رحمن بابا لیسې د ښیرازۍ و سمسورتیا لپاره د نیالګیو د اېښودلو او د وزارت د اړوند لېسو د دولسمو ټولګیو فارغانو د فراغت په غونډه کې د ګډون په اړه و ویل: چې دا لړۍ به جاري ساتو او ځوانان به زده کړو ته هڅوو .

دغه رازیې د خلکو په غوښتنه د مېرزا علي خان ایپي فقیر په نوم د خوست د قبایلو لیسې د نومولو په اړه وویل: چې د رسمي کولو لپاره به یې نور اجراات د اړوند ریاست له خوا ترسره شي.

ورپسې د وزارت مالي او اداري عمومي ریاست سر پرست رئیس د اجناسو په پیرېدلو کې د سپما او مالي چارو کې د ترسره شویو اجرااتواو د سرحدونو د بررسۍ رئیس ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل کاري سفر په اړه مالومات وړاندې کړل .

مجلس په یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحث ، خبرې اوپریکړې وکړې.

ښاغلي صمیم اود مجلس ګډونوالوپر وخت د چارو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu