په ګران هېواد کې د قومي جوړښتونو پیاوړتیا مو له کاري لومړیتوبونو څخه ده!

mobta-af
Thu, Mar 11 2021 9:10 AM
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د زابل، پکتیا، غزني او خوست ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د کتنې پر مهال وکړه.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ په ملي، فرهنګي، ټولنیز چارو او د سولې روان بهیر کې د قومي مشرانو په رول او ارزښت ټینګار وکړ دغه راز یې په بېلابېلو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې د ستاینې وړ وبللې او د خپلو همکاریو ډاډ یې څرګند کړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: په هېواد کې د قومي جوړښتونو پیاوړتیا زموږ له کاري لومړیتوبونه څخه ده، ځکه همدا قومي جوړښتونه دي چې ولسونه سولې، ملي یووالي، د نظام ملاتړ او یو بل منلو ته رابولي، دغه راز یې په خپلو خبرو کې قومي مشرانو ته وویل: چې په خپلو سیمو کې سولې ته کار وکړئ، تر څو ستاسو په سیمو کې د حکومت برنامې ښې تطبیق شي او ولسونه د همدې برنامو او د پراختیایي پروژو ملاتړ ته راوبولئ.

ښاغلي صمیم په پای کې دوی ته ډاډ ورکړ، چې سیمه ییزې ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu