د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د هېواد د نومیالي دیني عالم ارواښاد کان مولوي صیب له مشر زوی روحاني شخصیت، دیني عالم او قومي مشر پیر فضل الله تایب مومند کور ته د هغه د پوښتنې لپاره ورغی او ورسره یې ولیدل
په یاده کتنه کې پیر صیب د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محب الله صمیم له ورتګ څخه مننه وکړه او د قومونو په یووالي کې، له یاد وزارت سره د علماوو، روحانیونو او ټولمنليو شخصیتونو پر رول او ارزښت تفصیلي خبرې اترې وکړې.
ښاغلي صمیم د ملي یووالي، سولې، نظام ملاتړ، غوره حکومتولۍ او د قومونو او قبایلو د اړیکو په پیاوړتیا کې د روحاني مشرانو او علماوو رول باارزښته وګاڼه او ژمنه یې وکړه چې له داسې بارسوخه او بانفوذه شخصیتونو سره به ناستې دوامداره کړي.