د بلوڅو له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

mobta-af
Thu, Feb 11 2021 12:56 PM
mobta

۱۳۹۹/۱۱/۲۳

د سرحدونو او قبایلو چارو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د بلوڅو قومي مشرانو اومخورو ښاغلي تورن جنرال محمد نعیم بلوڅ او جنرال میر علي خان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخور د خپلو سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د بلوڅو قوم په تاریخې مخینې رڼا واچوله او د وزارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه، چې د قومونو د انسجام او د اړیکو د پياوړتیا په برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کوي او دوی ته د ملي او فرهنګي ورځو په نمانځغونډه کې ونډه ورکوي.

دغه راز راغلو مشرانو د وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل، چې د نوموړو ستونزې دې له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې د یادو قومي مشرانو او مخور ستونزې پر ځای وبللې او په افغانستان کې یې د بلوڅو قوم لاسته راوړنې، سرښندنې او فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل وې ویل: زموږ هڅه داده، چې په راتلونکي کې یاد قوم لازیات پرمختګ وکړي او فعاله ځوانان ټولنې ته وړاندې کړي، ځکه په هېواد کې ټول مېشت درانه قومونه سره وروڼه دي او هم يې د دې هېواد د دفاع په لار کې قربانۍ ورکړي دي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu