د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې له مشر سره کتنه!
دسرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن مازديګر د شمال د خلکو عنعنوي اصلاحي جرګې له مشرالحاج محمد حسین اسحاقزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او ورسره یې خبري وکړې.
په دې کتنه کې ښاغلي اسحاقزي د پوهنې، پراختیايي پروژو د تطبيق او په دې ولایت کې د لويو قومي او ولسي غونډو ډ جوړولو او په دغو غونډو کې د ګډون غوښتونکي شول.
ورپسې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم له دوی څخه مننه وکړه، چې د خپلو ولسونو شته ستونزې يې د حل په موخه ورسره شریکې کړې او دغه راز يې له دوی سره ژمنه وکړه، چې ستونزې به مو دحل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړم.