په هېواد کې د قومي جوړښتونو پیاړوي کول مو له کاري لومړيتوبونو څخه دي!

mobta-af
Mon, Jan 18 2021 1:43 PM
mobta

دغه څرګندونې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وړاندې د غزني ولایت څخه راغلو مشرانو سره په کتنه کې وکړې.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د ټینګښت او غوښتنې ترڅنګ، خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم له یادو مشرانو څخه مننه وکړه، چې تل یې له نظام څخه ملاتړ کړی او په خپلو سیمو کې یې د پراختیایي پروژو او د حکومت له پروګرامونو د تطبیق په برخو کې همکاري کوي.

دغه راز ښاغلي صمیم یادو مشرانو ته وویل: چې دا نظام له تاسو او ستاسو په قربانیو جوړ دی او تل مو د همدې نظام ملاتړ کړی چې موږ مو منندوی یو، د قومي جوړښتونو په پیاوړي کولو کې به له درنو قومونو سره اوږه په اوږه کار وکړو او ستونزې به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu