د خاشرود ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه!

mobta-af
Sun, Jan 10 2021 9:37 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نبمروز ولایت د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن د خاشرود ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل او د هغوی شته سیمه ییزې ستونزې یې له نږدې واورېدې.

د خاشرود ولسوالۍ یادو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محب الله صمیم هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او دغه راز یې مننه وکړه چې د ولسونو شته ستونزې د حل په موخه تر اړوندو چارواکو پورې رسوي او د خپلو ولسونو خدمت کوي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د ملي یووالي، ولسي بسیج، د سولې ټینګښت او ورته نورو برخو کې د قومي مشرانو او مخورو رول مهم وباله او له دوی څخه یې غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې له وزارت سره همکار پاتې شي، تر څو وکولاي شو خپلو ولسونو ته غوره خدمتونه وړاندې کړو.

دغه راز یې یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې شته ستونزې به یې د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu