د کابل د خوشحال خان مېنې تروريستي بريد په کلکه غندو!

mobta-af
Mon, Dec 21 2020 9:11 AM
mobta

د هېواد او خلکو دښمنانو د خپلو تروريستي بریدونو پر دوام نن سهار د کابل ښار په خوشحال خان مېنه کې په ولسي جرګه کې د کابل ولايت د خلکو استازي حاجي خان محمد وردګ د موټرو پر کاروان ترهګريز برید کړی، چې له امله یې وکیل صیب خان محمد وردګ ټپي او زموږ یو شمېر معصوم هېوادوال شهیدان شوي دي.

ترهګرو، چې د جګړې په ډګر کې يې زموږ له زړه ورو ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړي، هڅه کوي د دغه شان ډارنو بريدنو په ترسره کولو سره د ولس په منځ کې وحشت او وېره خپره کړي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په داسې حال کې چې دغه وحشيانه بريد په کلکه غندي، د پېښې شهيدانو ته د فردوس جنت، وکيل صاحب خان محمد وردګ او نورو ټپيانو ته سملاسي روغتیا غوښتنه او د شهیدانو وارثینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu