د پکتیکا او لوګر ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Dec 08 2020 9:48 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د پکتیکا او لوګر ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او ځوانانو لومړی د خپلو ولایتونو سیمه ییزې ستوتزې او یو لړ غوښتنې له ښاغلي محب الله صمیم سره شریکې کړې، وې ویل: هیله مو دا ده، چې وزارت د خپلو امکاناتو سره سم زموږ ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړي او همکاري راسره وکړي همدار راز یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د قومونو د ستونزو د هوارولو په برخه کې یو ډاډمن ځای وباله او د خپلو همکاریو ډاډ یې ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د راغلو مشرانو او ځوانانو خبرې واورېدې او د نظام څخه د ملاتړ په برخه کې یې د نوموړو هڅې وستایلې وې ویل: د لویې پکتیکا ولسونو تل د نظام د پایښت په لار کې قرباني ورکړې او د جمهوریت ملاتړ یې کړی، چې ستاسو سرښندنې ولسونو ته روښانه دي انشاالله ستونزو اوغوښتنو ته به مو د وزارت د امکاناتو په چوکاټ کې حل لارې وګورو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu