د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص) د نېکمرغه ميلاد په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام

mobta-af
Sat, Oct 31 2020 10:37 AM
mobta

 

بسم الله الرحمن الرحيم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام د سرورکاينات د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى ( ص ) د نيکمرغه ميلاد له امله ټول مسلمه امت، د افغانستان مجاهدو او مسلمانو خلکو او د نړۍ مسلمانانوته دزړه له کومې مبارکي وايي او د دغې مبارکې ورځې په برکت ټولو اسلامي ټولنوته د اسلامي ارزښتونو او محمدي غرا شريعت په رڼاکې د نظر د يووالي او نیکو عملونو هيله کوي.

وزارت هیله من دی چې د حضرت سرورکاينات معظم ميلاد په ختمونو او د الهي کلام په لوستلو، د غونډو په جوړولو د بشريت د ناجي د عالي سجاياوو په باب په ويناوو، صدقاتو، خيراتونو او عبادتونو سره د اسلام د والا شان پيغمبر له عاداتو او سنتونو سره سم ولمانځل شي او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره دعا ګانې وشي.

موږ د خداې ج له د ربارڅخه هیله کوو چې ددغې بختورې ورځې په برکت ټول وسله وال مخالفین له جګړې او وروروژنې لاس په سرشي او په ګران هېواد افغانستان کې دایمي سوله او ټیکاو رامنځته شي، تر څو افغانان وکړای شي په سوله او امن کې خپل هوسا ژوند ته دوام او خپل هېواد اباد کړي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu