د اداري ودانۍ او د شهر نو مېلمستون د ترمیم داوطلبي

Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د یاد وزارت د اداري ودانۍ او د شهر نو مېلمستون د ترمیم د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
ټول لیوال داوطلبان کولای شي د یادې داوطلبۍ شرطپاڼه د تدارکاتو له آمریت څخه د (1000) افغانیو په بدل کې تر لاسه کړي. له ترلاسه کولو وروسته، داوطلبان باید اړوند فورمه د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې ډکه کړي او آفرونه، په تړلې بڼه، د اعلان له نېټې څخه تر دوشنبې، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۲۶مې نېټې پورې، چې د غوښتنپاڼو د سپارلو وروستۍ نېټه ده، د آفرونو صندوق ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د آفر تضمین باید د بانکي تضمین یا نغدو پیسو په بڼه وي، چې اندازه یې (228,000) افغانۍ ټاکل شوې ده. د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د دوشنبې، د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي ۲۶مه نېټه، د تدارکاتو ریاست کې ترسره شي