په لغمان کې ترهګریز برید په کلکه غندو!

mobta-af
Tue, Oct 06 2020 9:15 AM
mobta

په ډېري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد او خلکو دښمنانو د خپلو وحشیانه بریدونو په دوام نن د لغمان والي پر موټریز کاروان برید کړی ، چی والي رحمت الله یارمل له بریده روغ وتلی، خو په پېښه کې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د هېواد او خلکو دښمنان باید په دې پوه شي، چې ددغه شان ناروا بریدونو په ترسره کولو سره به هېڅکله هم خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام په داسې حال کې، چې دغه ترهګریز عمل په کلکه غندي د منان رب له سپېڅلي دربار څخه د پېښې شهیدانو ته فردوس جنت، ټپیانو ته بشپړه روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر او عظیم اجر هیله کوي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu