د ټاکنو د خپلواک کميسېون له خوا د دوهم ځل لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور ريس په توګه د جلالتماب ډاکټر محمد اشرف غني د اعلان په مناسبت د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي د مبارکۍ پيغام!

mobta-af
Wed, Feb 19 2020 2:50 PM
mobta

د زيات وياړ او خوشالۍ ځاى دى، چې د روان کال ولسمشريزو ټولټاکنو د نهايي پايلو پربنسټ زموږ محبوب ولسمشر د دوهم ځل لپاره د افغانستان منتخب ولسمشر اعلان شو.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي ددغې سترې بريا له امله جلالتماب ولسمشر ، محترمو مرستيالانو، د دولت جوړوونکي ټاکنيز ټيم ښاغلو غړو، د وسله وال پوځ منسوبينو، قومي او قبايلي مشرانو او د هېواد په دننه او بهر کې ټولو مېشتو افغانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله څرګندوي، چې د باعزته او تلپاتې سولې د ټينګښت او پاتې کارونو د بشپړولو په برخو کې خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو جوګه شي.

موږ خپل محبوب او منتخب ولسمشر ته په چارو کې د لازياتو برياوو هيله کوو.
ژوندى او سرلوړى دې وي افغانستان
درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu