په ولسي جرګه کې د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
Sun, Feb 02 2020 10:51 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۱۲ مه نېټه په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د خلکو له استازي ښاغلي انجینر کمال صافي او د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو له رئيس ښاغلی نظیف الله نظیف سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلی محمد یعقوب احمدزی، د مقام د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري او د ولایتونو سره د اړیکو ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله خېبر هم حاضر و، دواړو خواوو په هېواد کې د سولې د ټینګښت، ملي پروژو په پلي کولو د راتلونکي کال لپاره د وزارت په اړوند لېسو کې د ناامنو سیمو ځوانانو شاملیدو او نورو د علاقې وړ موضوعګانو په اړه بحث او خبرې وکړې.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu