د پښتونستان عالي لېسه کې د ختیځ زون یونیسیار د مرستندویه بنسټ له خوا مرسته شوې پروژه له تطبیق وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mobta-af
Mon, Jan 20 2020 11:08 AM
mobta

د پښتونستان په عالي لېسه کې د ختیځ زون د مرستندوی بنسټ له خوا د لمریزې برېښنا پرمټ د څښاک اوبو برابرولو پروژه نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۲۹ مه نېټه د پټې په پرېکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله، د وزارت یو شمېر رئيسانو، د یاد بنسټ استازي ښاغلي زاک او د ننګرهار ولایت مرستیال والي ښاغلي تمیم عارف مهمند برخه اخیستې وه.

په دې پروژه کې د لمریزې برېښنایي وسایلو سربېره د ژورې څاه کیندل، د لېسې د تشنابونو ترمیمول او د کمپیوټرلبونو مرستې شاملې دي.

د وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله په خپلو خبرو کې د یادې مؤسسې له مرستې څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې یاده موسسه دې د لېسې لپاره د امبولانس او نورو کمپیوټر لبونو په برخو کې هم همکاري وکړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu