د وزارت اړوند لېسو د تدریسي، اداري او لیلیه چارو څخه لېدنه !

mobta-af
Mon, Sep 30 2019 2:25 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په داسې حال کې، چې د اطلاعاتو او عامه اړېکو رئیس ښاغلي عبدالوحید خاورې ، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي نثار احمد ذهب احمدي، د تحقیق او مطالعاتو رئيس ښاغلي جاوید احمد وفا، د ښوونې او روزنې ریاست وارسي کوونکي ښاغلي جمال الدین زاهد، د مالي او حسابي ریاست سرپرست ښاغلي حمید الله بارکزي او د رحمان بابا لېسې امر ښاغلي معصومي یې ملتیا کوله نن شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې پر۷ نېټه د وزارت اړوند خوشحال خان او رحمان بابا لېسو د تدریسي ، اداري او لیلیه چارو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

ښاغلی بارکزي او ورسره پلاوي له یادو لېسو څخه د کتنې پر مهال له زده کوونکو څخه د تدریسي چارو د څرنګوالي په اړه پوښتنې وکړې. او په دې اړه یې د هغوی غوښتنې واورېدې.
همدا راز یې په پخلنځي کې هم د ورځنۍ تابلو سره سم د خوراکي توکیو د شتون، د خوړو د کیفیت ، او د لیلیې په برخه کې د پاکوالي او نظافت څخه کتنه او د اړتیاو د پوره کولو په اړه یې مسولینو ته سپارښتنه وکړه.
ورپسې یې د لیسې له مسوولینو او استادانو سره د دغو لېسو په ټولو چارو کې د مثبتو بدلونو دراوستلو په اړه خبرې درلودلې. نظرونه یې سره تبادله کړل. وې ویل: باید د وزارت د اړوند لېسو زده کوونکي ، چې له ناامنه او سرحدي سیمو څخه راغلي او دلته په زده کړه بوخت دي باید د زده کړې له هر ډول اسانتیاوو څخه برخمن اوسي. او دغه اسانتیاوی به موږ ټول د خپل مسوولیت په چوکاټ کې په ګډه رامنځته کوو.اصلاحات به راولو هغه اصلاحات ، چې هغه د تدریسي ، اداري او لیلیه چارو په منظم والي او سمون کې مرسته وکړي.
دغه راز یې له اړوند رئیسانو غوښتنه دا وه ، چې په پرله پسې توګه له اړوند لېسو څخه لېدنه وکړي او د لېسو له مسولینو سره د ستونزو او نیمګړتیاوو په حل کې مرسته وکړي. د یادولو وړ ده، چې وزارت په دې وروستیو کې پخپلو اړوند لیسو کې مثبتو اصلاحاتو راوستلو ته ژمن دی او په همدې پار په پرله پسې توګه مشرتابه پلاوي د پلان مطابق په لېسو کې د روانو چارو بهیر له نږدې ګوري او د لا بهبود په اړه یې مسولینو ته سپارښتنې کوي او خپلې ژمنې د نورو اصلاحاتو دراوستلو په برخه کې تازه کوي.

 

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu