د سولي د خبرو اترو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مطبوعاتي اعلامیه!

mobta-af
Wed, Sep 11 2019 10:32 AM
mobta

ارګ، کابل: د افغانستان خلک او دولت د باعزته او تلپاتې سولې غوښتونکي او د سولې په تړاو ټولو هلو ځلو ته ژمن دي او د سولې په روانه پروسه کې د رامنځته شوي خنډ لامل د افغانانو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه او تاوتریخوالی ګڼي. موږ تل ټينګار کړی چې واقعي سوله هله راتلی شي چې طالبان افغان وژنه بس کړي، اوربند ته غاړه کېږدي او افغان دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د افغانستان دولت د سولې د طراح، مدافع او تطبیقوونکي په توګه د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړو ته درناوی کوي او د دې جرګې له خوا د سولې لپاره د افغانستان د خلکو پر محوریت او د افغان دولت پر مالکیت، د وړاندې شوې کړنلارې تعقیب خپل مسئولیت ګڼي.

د افغانستان دولت د سولې په تړاو د خپلو متحدینو صادقانه هڅې ستايي او ژمن دی چې په راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو او نورو متحدینو سره د تلپاتې او باعزته سولې په راوستو کې په ګډه کار وکړي.

افغان دولت د روان کال د میزان په ۶مه نېټه د جمهوري ریاست پر ټاکنو او له دې لارې د یوه قوي، قانوني او مشروع حکومت په رامنځته کېدو ټینګار کوي، تر څو د سولې روانه پروسه په بشپړ دقت او تدبیر مخ ته یوسي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu