د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

taqi2_admin
Thu, Nov 06 2025 11:05 AM
د هيواد په شپږو ولايتونو کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۱۵ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په مختلفو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل شويوغونډو په دوام، د دې اونۍ په وروستيو کې د ارزګان ولايت په چارچينو ولسوالي، د کنړ ولايت په دانګام، د سمنګان په حضرت سلطان، د غزني په خوګياڼو، د بادغيس په غورماچ او لوګر ولايت په ازره ولسوالي کې له عامو خلکو سره پراخه غونډې ترسره شوې.

د يادو غونډو پرمهال سيمه ييزو مشرانو په تېرو څلورو کلونو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او د خپلو لومړنيو ستونزو د شريکولو ترڅنګ يې له مسؤلينو وغوښتل، چې د ولسي يووالي او ملي وحدت لپاره داسې غونډې جاري وساتي ترڅو د ولس او حکومت ترمنځ هېڅ فاصله پاتې نه شي.

د دغو غونډو په ترڅ کې مسؤلینو د اسلامي امارت څخه د خلکو د ملاتړ هرکلی وکړ او ويې ويل: د نظام مسؤلينو شپه او ورځ د خپلو خلکو په خدمت کې دي او د همدغسې غونډو له لارې ورسره هره لويه او وړه ستونزه په ډاډه زړه شريکولای شي. يادو مسؤلينو د امیرالمؤمنین حفظه ‌الله د بدو دودونو او ناوړه رواجونو د مخنیوي فرمان هم تشریح کړ او د غونډې په ګډونوالو يې وويشه. دوی همداراز له خلکو وغوښتل، چې د ياد فرمان په عملي کولو کې هېڅ دريغ ونه کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu