کاپيسا کې د ۱۵ کلونو اوږده شخړه پای ته ورسېده

taqi_admin
Mon, Aug 04 2025 10:17 AM
کاپيسا کې د ۱۵ کلونو اوږده شخړه پای ته ورسېده

چهارشنبه ۲۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۱۵ کلونو اوږمهاله دښمني، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې ولاړې کړې وې حل او طرفينو سوله ييز ژوند ته مخه کړه. د دغه شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او څو تنه ټپيان شوي وو، چې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او اسلامي امارت منسوبينو په منځګړيتوب د يوې شرعي فيصلې په کولو سره يو له بل سره پخلا او د ورورۍ غاړې يې سره ورکړې. ښکېلو اړخونو د مسؤلينو له لوري ترسره شوې هڅې وستايلې او له هغوی يې په مننې کولو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به دا ډول دښمنيو ته زړه ښه نه کړي بلکې له پوره زغم او حوصلې څخه به کار اخلي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu