د کره تاز په سېمه کې قومې شخړه حل او په دوستي بدله شوه

mobta-af
Tue, Aug 08 2023 6:41 PM
mobta

سه شنبه٢٢محرم الحرام ١٤٤٥

د کاپیسا ولایت مرکز د کره تاز سیمې د دوو قومونو ترمنځ شخړه چې له امله یې له دواړو غاړو شپږ کسه زخمي شوي وو د ددغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ملا صدیق الله صیاد، د منازعاتو د حل کمسيون د غړو او قومي مشرانو په هڅو حل او دواړه قومونو روغې جوړې ته مخه کړه. غونډې ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي صياد په خپلو خبرو کې وویل شخړه د حل لاره نه ده اوس الحمدالله ا.ا.ا د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د افغان ميشتو قومونو تر منځ د سولې او اخوت د فضاء په را منځته کولو توانېدلی چې د جګړو او شخړو پر ځای دا زمينه برابره کړي چې ټول ولسونه په سوله او ارامې کې ژوند وکړي، د نظام او هیواد د پرمختګ لپاره لاس سره ور کړي او ټول شته بدبېنيو او بدمرغيو ته د پاي ټکی کيږدي. د ښاغلي صياد تر خبرو وروسته د شخړې دواړو لوریو دا ومنله چې جنګ جګړه بدمرغي را منځته کوي، د غونډې په پای کې دواړو لوریو يو بل ته په ورين تندي بښنه وکړه او د غونډې ګډون والو ته يې د بیا ځلې شخړې د نه کولو ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu