برېښنا د اوسنۍ نړۍ مهمه اړتیا ده

mobta-af
Sun, Jun 04 2023 3:30 PM
Mobta

یکشنبه/۱۵/ذوالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د یاد وزارت اداري ودانۍ ته د برېښنا د سستم  او برېښنایي مزیو د راوستلو په موخه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د وزارت مسلکي معین مولوي احمد طه قادري، د جرګو او قبایلي چارو معین ملا عبدالخالق عابد، د وزارت مالي او اداري لوی رئیس مولوي محمد انور تائب، د وزارت نورو رئیسانو، کارکوونکو او د انارزمین ساختماني شرکت مسؤلینو ګډون کړی وو.

Mobta

په پیل کې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ملا حمدالله فطرت د غونډې اجنډا او د یادې ناستې موخه څرګنده کړه او د برېښنا په ارزښت یې خبرې وکړې.

وروسته مسلکي معین ښاغلي قادري د برېښنا شرکت مسؤلینو او نورو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او برېښنا یې د اوسني عصر یوه لویه اړتیا وبلله. هغه همدا راز وویل: انسانانو ته خدای پاک (ج) ډېر نعمتونه ورکړي دي چې شکرانه یې پر موږ ټولو لازمه ده، برېښنا د ټولو ادارتو یوه مهمه اړتیا ده او د نشتون په صورت کې یې ټول کارکوونکې له ستونزو سره مخ کیږي او په کارونو کې خنډ او ځنډ منځ ته راځي.

 نوموړي د وزارت له کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې د برېښنا په مصرف کې احتیاط وکړي او خپل کارونه پر وخت سرته ورسوي.

ورپسې د مالي او اداري چارو لوی رئیس ښاغلي تائب غوندې ته وویل: د وزارت مقام  د پخوانۍ برېښنا ستونزو له امله په کارونو کې ځنډ منځ ته راته، د کیفیت او کمیت له امله یې موږ له ستونزو سره مخ کړي وو.

هغه وویل: د وزارت مقام د پرېکړې پر اساس مو د وزارت اداري ودانۍ ته د برېښنا نوې مزي راوستل. نوموړي په دې برخه کې د انارزمین ساختماني شرکت مسؤلین، د وزارت د خدماتو آمر ملا عبدالدیان دیان او د ساتنې او خوندیتوب مدیر محمد حسن نیازی د ستاینلیکونو په ورکولو سره تقدیر کړل او د هغوی د چټک کار ستاینه یې وکړه.

په اخیر کې یاد مراسم د پتۍ په پرېکولو سره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu