د افغانستان لپاره د م.م د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست «مارکُس پوټزل» سره کتنه.

mobta-af
Sun, Jan 15 2023 2:13 PM
Mobta

۲۲/جمادي الثاني/۱۴۴۴ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما سرپرست «مارکُس پوټزل» سره نن تر غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې لېدنه کې ښاغلي پوټزل د افغان ښځو پر کار بندیز او ځينو نورو محدوديتونو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړې، په وينا يې چې ياده چاره به د بشري مرستو د رسولو بهیر ټکنی کړي.

Mobta

ښاغلي نوري له ټولو  هغو جهتونو نه مننه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره يې په مختلفو برخو کې خپلې مرستې کړې او  دوام ورکوي.

نوموړي د يوناما دفتر اندېښنو ته په اشارې وويل: د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې خلکو ته د اسانتياو د برابرولو تر څنګ زموږ ديني او کلتوري ګروهنې ته په کتو سره د يادو ستونزو اساسي حل را وباسي.

 ښاغلي نوري د ملګرو ملتونو له اړوند بشري  مرستندويه سازمانونو څخه وغوښتل چې د خپلو مرستو بهير دي له مرکزي سېمو څخه اطرافي او ليري پرتو سېمو ته وغځوي تر څو د محرومو سېمو خلکو ته هم بشري مرستې ورسيږي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu