د پکتيکا ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس حاجي ملا جان محمد مؤمن د خپل کار په دفتر کي د مرکز ښرنې له قومي مشرانو سره وکتل.

mobta-af
Thu, Jan 27 2022 5:38 AM
m

نېټه : ۱۴۴۳/۶/۲۱

د پکتيکا ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس ددې ولايت د مرکز ښرنې له مخورو او قومي مشرانو سره وکتل، ښاغلي ملا محمد امين مؤمن قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ زیاته کړه ، چي د سرحدونو او قبایلو رياست تل د قومي شخړو د هوارولو او د خلکو او حکومت تر منځ د واټن د کمولو پوره هڅه کړې او تل ددې رياست دروازې د ولس پر مخ پرانستې دي.

د قومي مشرانو په نمائندګي محترم غلام رسول او حاجي محمد خان خبرې وکړې، د خپلو قومونو ستونزې او مسائل يې بيان کړل او د سرحدونو او قبایلو رياست هڅې يې وستايلې چي تل يې د خلګو د ستونزو په هکله خپل ټول وس کړی او د حکومت او ولس تر منځ يې ټول واټنونه له منځه وړي.

په پاي کې مشرانو د اسلامي امارت د هر راز ملاتړ او په هره برخه کې يې د همکاريو ډاډ ورکړ..

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu