د (سرتيري) په نامه د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مبارکۍ پیغام!

mobta-af
Tue, Jul 20 2021 11:33 AM
Mobta

تر هر څه نه مخکې خپل درانه مسلمان، متدین، پخپل هېواد او خپلو ملي ارزښتونو مین ولس، درنو مشرانو او کشرانو، د نړۍ ټولو مسلمانانو او دغه راز د هېواد زړه ورو ملي امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ته، چې له هېواد څخه د دفاع او ساتنې په لارکې له هېڅ راز قربانیو او ځان تېرېدنې څخه ډډه نه کوي، د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وایم . اختر مو مو نیکمرغه او بختور شه، قربانۍ، طاعتونه او عبادتونه مو الله ج په خپل سپېڅلي دربار کې قبول او منظور کړه. درنو هېواد والو! له بده مرغه، چې د اختر په دې بختورو شپو او ورځو کې جګړې زور اخیستی او زموږ ګڼ شمېر هېوادوال له ځاني اومالي زیانونو سره سره له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي او له ډول ډول ستونزو سره لاس اوګریوان دي، چې د دا ډول هېواد والو لاسنیوی، مرسته او ورسره همکاري پر موږ ټولو لازمي او ضروري ده، باید پر وړاندې يې خپل مسولیت تر سره کړو. له دې امله چې زموږ د ژوند شېبې په خوښۍ بدلې شي او له شته ناخوالو بریالي راووځو، باید متحد او یوموټی شو او په خپل هېواد کې په یووالي د تلپاتې سولې، امن اوثبات د ټينګښت لپاره ګډې هلې ځلې وکړو. محب الله صميم د سرحدونو او قبایلو چارو وزير

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu