د افغانستان د عليخېلو شورا له مشرتابه سره کتنه!

mobta-af
Wed, Jun 09 2021 9:22 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ تېره ورځ د علي خېلو شورا له مشرتابه سره وکتل.

د ناستې په سر کې احمد پردیس همتوال د علي خېلو شورا منشي خبرې وکړې او د علي خېلو شورا د جوړېدو، تشکیل، کمېټو، کارونو، کړنو او لاسته راوړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات له ښاغلي ننګ سره شریک کړل.

ورپسې قومي مشر حاجي کاتب د ننګرهار ولایت په استازولۍ، رئیس ولي محمدخان د لغمان، قوماندان عبدالرازق د شرقي زون، استاد محمدصادق فایق د بغلان او شمال زون، انجینر میروګل علي خېل د سویل ختیځ زون، حاجي عبدالمنان د مرکز کابل په استازیتوب خبرې وکړې او هر یوه د علي خېلو قوم ستونزې او د دې قوم پر وړاندې د شته ننګونو یادونه وکړه، په مجلس کې د یادو ستونزو د حل له پاره د سرحدونو او قبایلو چارو له وزارت څخه د لازمو همکاریو غوښتنه وشوه.

همدارنګه عبدالبصیر ایوبي، د علي خېلو قوم د ځوانو کادرونو د ګمارنې او جذب په اړه خبرې وکړې، او ټینګار یې وکړ، چې د یاد وزارت په چوکاټ کې دې د ځوانانو لپاره د تحصیل او کار زمینه برابره شي.

وروسته انجینر عبدالواجد کمال، د علي خېلو قوم په یووالي او اتحاد ټینګار وکړ او د افغانستان علي خېلو شورا د راتلونکې لویې پرانستغونډې، د جوړېدو او په نورو برخو کې له ښاغلي آصف ننګ څخه د لا همکارۍ غوښتنه وشوه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي آصف ننګ د علي خېلو شورا له مشرانو مننه وکړه، چې د شورا د پرمختګ له پاره یې هلې ځلې کړې دي او ځوانانو کادرونو د جذب، په یاد وزارت کې د شورا د ثبتولو او ځوانانو ته د زده کړو زمینو برابرولو په برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي ننګ له راغلو مشرانو هیله وکړه، چې د راتلونکي ښې حکومتولۍ لپاره ځوانان په عصري زده کړو سمبال کړي، چې د لا ښه خدمت مصدر وګرځي.

د غونډې په پای کې د افغانستان علي خېلو شورا له لوري ښاغلي آصف ننګ ته د درناوي په پار پګړۍ هم ورپر سر شوه .

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu